IQNA

    د "فارس خلیج ؛ نامه به د تاریخ له زړه ونه وینځل شي

5:46 - May 01, 2025
د خبر لمبر: 3491045
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت  د حکومت ویندوي د فارس خلیج  دملی ورځې په مناسبت مبارکي ووئيله.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله  راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې  د غواي دمیاشتې لسمه نیټه  د فارس خلیج   په ملی ورځ نومول شوې ده. دغه ورځ له فارس خلیج او  هرمز تنګي څخه د پرتګالیانو د وتلو  ورځ ده .

پارس  ټوډې  راپور ورکوي، د ایران دا سلامی جمهوریت  ونیدوئې  میرمن فاطمه مهاجراني ووئيل؛ په کال هینداره کې ، د فارس خلیج نامه مو پخپله د یادولو لپاره  نه ،بلکې په فریم کې لیکلې ده؛ هغو کسانو  ته د یادونې لپاره چې ئې هیره کړې ده.

مهاجری زیاته کړې ده ؛دلته ؛فارس ؛ دی  او دغه نامه ؛ به هیڅکله هم  په هیڅ یوه چلول او دسیسې سره  د  دپروني تاریخ  او د سبا د راتلونکي تاریخ له زړه   ونه وینځل شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویندوئې روښانه کړې ده ؛دغه ټاټوبی او خاوره او دغه سمندر، دایران  له نامې سره غوټه خوړلې ده  او دفارس خلیج به د همیشه لپاره فارس وي.

فارس خلیج له ایران سره د شمال له طرفه ، له لویدیځ پلوه ،له کویت او عراق سره  و له جنوبه  عربستان ، بحرین، امارات او قطر سره ګاونډی دی.پراختیا ئې   دوه لکه څلویښت زره  کلومیټره ده او له میکسیکو خلیخ  او هوډسن خلیج وروسته د نړۍ دریم لوي خلیج حسابیږي.فارس خلیج  دهرمزتنګی په وسیله  له عمان سمندر سره او د هغه له لا رې آزادو سمندرونو  سره اړوندیږي او  دهغه په مهمو ټاپوګانو کې ، خارک،ابوموسی، لوي تنب، وړوکی تنب، کیس ټاپو، قشم ټاپو، او لاوان  چې دا ټول له ایران سره اړونده دي.

فارس خلیج  او دهغه ساحلونه  له تیول او ګیسو ډک دي او د کویت، عربستان  او متحده عربی اماراتو په شان  د هیوادونو د تیلو  د منتقلیدا لاره  ده . په همدې دلیل یوه مهمه او سټراټژيکه سیمه حسابیږي. 

https://parstoday.ir/fa/iran-i9160

captcha